په کابل کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند ۱۰ جریبه ځمکه سروې شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۲۹
کابل

۱۴۴۷/۹/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي، ای ایس محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ولایت په مربوطاتو کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند ساحه کې د توپوګرافیکي سروې چارې په بریالیتوب سره ترسره کړې.

یاده سروې په کابل ښار کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند پر ۱۰ جریبه ځمکه ترسره شوه، چې موخه یې د لوړپوړو پلانونو (ماستر پلان) په اړه تخنیکي نظر وړاندې کول او د راتلونکو انکشافي پروژو لپاره د دقیقو معلوماتو برابرول دي.

د سروې او جي ای ایس ریاست له لوري په ساحه کې  د ځمکې دقیق ابعاد او حدود تثبیتول شول، لوړې ساحې او طبیعي جوړښتونه ثبت شول، د ځمکې د موجوده وضعیت توپوګرافیکي نقشه برابره او د جي ای ایس سیستم له لارې د معلوماتو ډیجیټلي ثبت او تحلیل ترسره شو.

دغه معلومات به د ماستر پلان د طرحې، ارزونې او پرېکړې نیولو په بهیر کې مهم تخنیکي بنسټ وګرځي، څو راتلونکې ودانیزې او انکشافي چارې د معیاري ښاري اصولو مطابق تنظیم شي.

د پروژې اهمیت دا دی، چې د دقیقو سروې ګانو ترسره کول د ښاري پراختیا لپاره اساسي ارزښت لري، ځکه د هر ډول لویو پروژو بنسټ پر همدغو تخنیکي معلوماتو ولاړ وي.

د یادې ۱۰ جریبه ځمکې سروې به د سوداګرۍ او پانګونې اړوند احتمالي تأسیساتو د منظم پلان جوړولو او تطبیق لپاره زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت