په کابل ښار کې د دیپلوماتیک ښارګوټي د احاطوي دېوال له چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۷/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې د عمومي ریاست تر چتر لاندې، د ساختماني او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې څارنې په لړ کې،په کابل ښار کې د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیک ښارګوټي د احاطوي دېوال له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې ساحوي چارې د منظور شوو تخنیکي اسنادو او مشخصاتو سره سم روانې دي. په دې لړ کې د دېوال د بنسټ او کرسي سنګ کاري، د عمومي دروازې سیخ بندي او قالب بندي، او همدارنګه د عمومي دروازې دواړو خواوو ته سنګ کاري او خشت کاري شاملې دي.
یاده پروژه د بهرنیو چارو وزارت تر مدیریت لاندې له مهمو زیربنایي پروژو څخه ده، چې دا مهال یې فزیکي پرمختګ شاوخوا پنځه شپېته سلنه ته رسېدلی دی. د څارنې پر مهال ساحوي انجنیرانو ته لازمې لارښوونې ورکړل شوې تر څو د قرارداد له تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب له اصولو سره سم چارې پر مخ یوسي.
