په کابل ښار کې د استوګنیزو پروژو د تطبیق په موخه د ځمکو پر انتقال خبرې وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۲۶
وزیر

۱۴۴۷/۶/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ له عمومي رئیس محترم مولوي محمود مظلوم او مل پلاوي سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه کتنه کې، په کابل ښار کې د استوګنیزو پروژو د تطبیق په موخه د ځمکو پر انتقال خبرې وکړې او د تخنیکي موضوعاتو د حل په موخه یې کمېټه و ګمارله.

دغه راز، په ناسته کې خبرې وشوې چې څنګه کېدای شي د مهاجرینو د ښارګوټو جوړولو په پار د ځمکو د انتقال چارې چټکې، اسانه او رالنډې شي.

د کرنې او مالدراۍ وزارت د اراضۍ محترم عمومي رئیس ډاډ ورکړ چې د اړتیا او غوښتنې په مهال به یې تخنیکي ټیمونه د کور او ښار جوړولو وزارت چارو ته لومړیتوب ورکړي او دغه پروسه به نه ځنډوي.

ګډه کمېټه به کار کوي، چې په لومړي ځل کابل ښار کې د شپږ په نښه شوو ځایونو د انتقال پروسه بشپړه کړي او ټولې تخنیکي او حقوقي ستونزې یې حل کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ټینګار وکړ چې چارې دې یې چټکې شي او د رامنځته کېدونکو ستونزو د حل لپاره دې موضوع له مقام سره شریکه کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د معیاري مسکن او سرپناه د کمښت ستونزې د حل لپاره مټې رانغښتې دي او کار یې پیل کړی چې خلکو ته د سرپناه برابرولو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت