په پکتیکا ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې وڅارل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۲:۲۲
پکتیکا

۱۴۴۶/۳/۷

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د عامې روغتیا ریاست اړوند د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، په مرکز ښرنه کې د عامې روغتیا ریاست اړوند مسجد شریف د احاطې دیوال، د رینګ بیمونو په سر د خښتې دیوال چارې بشبړې شوي دي او د دیوال په سر د بیمونو لپاره د قالب بندۍ چارې روانې وې چې د دې ریاست د مسلکي ټیم لخوا یې چارې وڅارل شوې.

د نوموړي په خبره د پروژې ساحوي انجنیر ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو چارې د نقشې مطابق تر سره کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال ۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۵:۱۲
Background image

میوند ولسوالۍ کې د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ د ودانیو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۰۷/۱۴

کندهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، تخنیکي ټیم یې د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې د همدغې ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ له جوړېدونکو ودانیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۲:۱۷
Background image

کابل کې له ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۶/۰۷/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي او مسلکي تیم یې د کابل ښار په اولسمه ناحیه کې د (صفا) ښارګوټي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۲:۵
Background image

کونړ او کندهار کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو تفصیلي پلانونه جوړ شول

۱۴۴۶/۰۷/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهاجرینو د عملیاتي کمېټې مشر محترم حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د اړوندو ریاستونو په همغږۍ او همکارۍ یې په کونړ او کندهار ولایتونو کې د. . .

BACK TO NEWS