په پکتیکا ولایت کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۵۰
پکتیکا

۱۴۴۴۷/۰۱/۰۵

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښرنې ښار په مربوطاتو کې د کرنې ریاست د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، په دې لیدنه کې څرګنده شوه چې د جومات د تهدابونو، رینګ بیمونو، کالمونو کانکریټ اچونې او د سنګ کارۍ برخې بشپړې شوې دي او د خشتکارۍ چارې د انجنیرانو د نقشې او هدایت مطابق په منظم ډول روانې دي.

د نوموړي په خبره، د نظارت پر مهال، د یادې پروژې په ځینو برخو کې تخنیکي نیمګړتیاوې ولیدل شوې، چې د ریاست استازي له لوري لازمې لارښوونې د پروژې مراقبت کوونکو انجنیرانو ته وشوې، تر څو پاتې چارې د انجنیري اصولو مطابق اصلاح او بشپړې شي.

د کور او ښار جوړولو ریاست ډاډ ورکوي چې د دې پروژې له پاتې چارو به دوامداره نظارت روان وي او د ترسره شویو کارونو کیفیت ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت