په پکتیکا ولایت کې د سوداګریز مارکیټ چارې و ځنډول شوې
۱۴۴۶/۳/۱
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا په مرکز ښرنه کې د یو سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه چې د مارکیټ د یوې برخې د نامنظمې سیخبندۍ له امله د دې مارمارکیټ ودانیزې چارې د لنډې مودې لپاره وځنډول شوې.
ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د عامې روغتیا ریاست اړوند د نوي جوړیدونکي مسجد شریف کارونه و څارل شول چې دمسجد شریف د خشتکارۍ چارې روانې وې اود کارونود لا ښه والي په موخه د یادې پروژې ساحوي انجینر ته لازمې سپارښتني وشوې تر څو چارې د نقشې مطابق سرته و رسوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په انجنیري معیارونو برابرې تر سره شي.
