په پکتیا کې د مهاجرینو ښارګوټي له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۱۴
پکتیا ولایت

۱۴۴۷/۶/۴

د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مفتي عبیدالله رشاد وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د هغه په مشرۍ د رباط سیمې په مهاجرینو ښارګوټي کې د روانو ودانیزو چارو ارزونه او څارنه ترسره کړه.

 مفتي عبیدالله رشاد وویل.  د یاد ښارګوټي د پرمختیایي چارو بهیر یې له نېږدې وڅاره او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې، څو ټولې چارې د تصویب شوې نقشې او انجینري معیارونو پر اساس د تخنیکي ټیم تر دوامداره څارنې لاندې پر وخت او په لوړ کیفیت بشپړکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې دا پروژه به د راستنو شوو او بې ځایه شویو مهاجرو لپاره د مناسب او خوندي استوګنځای د برابرېدو زمینه برابره کړي. د ښارګوټي په پروژه کې تر دې دمه د ۱۰۰ کورونو خښت کاري بشپړه شوې، د ۶۰ کورونو چت اچول ترسره شوي، او د جومات او مدرسې د کالمونو کار روان دی. د تخنیکي ټیم له لوري د چارو د لا اغېزمنتیا لپاره یو لړ مسلکي نظریات هم قراردادي شرکت ته وړاندې شول..

د پکتیا مهاجرینو ښارګوټی د راستنو شوو او بې ځایه شویو کورنیو د اسکان ستونزو د حل لپاره مهمه پرمختیایي پروژه ده. دا ښارګوټی د معیاري استوګنې، خدمتونو او ټولنیز ثبات د پیاوړتیا لپاره طرحه شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت