په پکتیا کې د داودي ښوونځي د جوړولو چارې رواني دي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې د داودي ښوونځي د رغونې چارې ۲۰ سلنه بشپړې کړي دي.
دا ښوونځی پر ۷۶۸ متر مربع مساحت ځمکه، په يوه پوړ کې، د ۱۴ مېلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پراختیایی پروژې لهخوا رغول کېږي.
ښار جوړلو او ځمکو وزارت د ښوونیزو او روزنیزو پروژو او د دولت پراخیایي پروژو له تطبیق سره په بېلابیلو ټولنیزو برخو کې هېواد والو ته د غوره خدماتو زمینه برابروي.