په پکتیا ولایت کې د رباط کډوالو ښارګوټي کې د استوګنیزو نمرو د خط اچونې چارې پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۴۴
پکتیا

۱۴۴۷/۰۹/۲۸

راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې لپاره د ځمکو د وېش لړۍ په بېلابېلو ولایتونو کې روانه ده، چې په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د رباط کډوالو ښارګوټي کې د استوګنیزو نمرو د خط اچونې چارې پیل شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د لارښوونې پر اساس، د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د منظور شوي پلان او تفویض شویو صلاحیتونو په چوکاټ کې د یاد ښارګوټي د نمرو د خط اچونې عملي چارې پيل شوې.

 په یاد ښارګوټي کې د نمرو د وېش د بهیر د چټکتیا لپاره لازم تخنیکي اقدامات ترسره شوي او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې به دا نمرې راستنېدونکو مهاجرو ته د وېش لپاره چمتو شي، څو هغوی د دایمي مېشتېدو زمینه ترلاسه کړي.

د پکتیا ولایت د رباط ښارګوټی شاوخوا په دوه زره جریبه ځمکه کې طرحه او منظور شوی، چې پکې د استوګنې ترڅنګ د بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو ته هم پاملرنه شوې ده. د دې ښارګوټي جوړول به راستنېدونکو کورنیو ته د سرپناه برابرولو ترڅنګ، د هغوی د ژوند د ثبات او ټولنیز ادغام په برخه کې مهم ګام وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

په لوګر کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په وېشل شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې په منظم ډول دوام لري.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت