په پروان ولایت کې له ۱۰۰ زرو جریبه ډېره دولتي ځمکه سروې شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې په لړ کې، د پروان ولایت په مربوطاتو کې ۱۲۹۸۲۵ جریبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې ملکیتونه سروې او ثبت کړې دي.
دا ځمکه په ۸۴ قطعو کې ۱۱۹۸۱۹ جریبه سپینه دولتي ځمکه او په ۱۵۸ قطعو کې ۱۰۰۰۶ جریبه دولتي ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې موقعیت لري.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۴ میلیونه و ۴۸۹ زره و ۲۶۲ جریبه دولتي ځمکه په ۵۱۰۹ قطعو کې سروې، نقشه او ثبت کړې ده.
