په پروان ولایت کې د اوبو رسونې د پروژې کیفیت بررسي شو

1444/04/29
د پروان د کور او ښار جوړولو ریاست د دې ولایت له څلور لارې تر اوبو رسونې اصلي کانال پورې د اوبو رسونې پروژې د چارو له بهیر بررسي او ارزونه وکړه.
د فرعي کانالونو د چارو بهیر چې د ولایت له څلور لارې تر د اوبو رسونې اصلي کانال پورې دوام لري؛ د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو یې د چارو د لا ښه کیفیت، کمیت او چټکتیا په موخه د پروژې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د کارونو د بررسۍ او پرمختګ تر څنګ په تعمیراتي پروژو کې د کمیت، کیفیت او ښاري بیخ بناؤ څخه هم څارنه کوي.