په ورستۍ مېاشت کې په ۸ ښارونو کې څه باندې ۲۹ زره د ملکیت سندونه ویشل شوي دي
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په اتو لویو ښارونو کې د غیر پلاني او غیر رسمي کورونو لپاره ۲۹ زره او ۹۰۸ قطعې د ملکیت سندونه ویشلي دي.
د غیر پلاني ښاري سیمو د ثبت او د ملکیت سند د وېش برنامې په لړ کې په کابل ښار کې ۱۶ زره قطعې د ملکیت سند، مزار شریف کې ۲ زره او ۳۷۲، هرات کې ۴ زره او ۵۹۵، جلال اباد کې یو زر او ۵۳۰، کندهار کې ۲ زره او ۷۱۹، فراه کې ۴۹، بامیان کې یو زر او ۶۵۷ قطعې او نیلي ښار کې ۹ سوه او ۸۶ قطعې د ملکیت سندونه ویشل شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه ۹۱۴ زره او ۸۵۳ کورونو لپاره د ملکیت سندونه ویشلي دي، څو د غیري پلاني ښاري سېمو له ثیت وروسته، د یادو سیمو کوڅې او ویالې د ښاروالۍ له خوا پخې او خلکو ته ښاري خدمات وړاندې شي.