په هلمند ولایت کې معلولینو مجاهدینو ته د استوګنې نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۹
هلمند

۱۴۴۸/۲/۲۴

د اسلامي امارت د کابینې د محترم مقام د ۱۶مې مصوبې د حکم د تطبیق په موخه، په هلمند ولایت کې هغو مستحقو معلولینو مجاهدینو ته، چې د بدن دوه یا تر دوو زیات غړي یې معلولیت لري، د استوګنې نمرو د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل شوه.

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د دې پروسې په پيل سره، مستحقو معلولینو مجاهدینو ته د استوګنې د مناسب ځای د برابرولو په برخه کې عملي ګام پورته شو، چې موخه یې د یادې مصوبې د حکم له مخې د هغوی د سرپناه ستونزې ته د حل زمینه برابرول دي.

د وېش د بهیر پر مهال د مستحقینو اسناد او اړوند معلومات د ټاکل شویو اصولو له مخې ارزول کېږي، ترڅو د استوګنې نمرو د تخصیص پروسه د حق‌الاولیت، روڼتیا او عدالت پر بنسټ ترسره او هر مستحق کس له خپلې قانوني او اصولي برخې برخمن شي.

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په پام کې لري چې د دې پروسې ټول پړاوونه د اړوندو اصولو او مقرراتو په رعایت، منظم ډول بشپړ کړي او مستحقو معلولینو مجاهدینو ته د استوګنې د ځای د برابرولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت