په هلمند ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۰/۷
د هلمند ولایت د کوراوښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د اداري تعمیر ودانیزې چارې و څارل شوې.
ښاغلي مولوي ناظم وویل، په لښکرګاه کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رياست ودانۍ او د پلې لارو ودانیزې چارې روانې وې چې ترې څارنه تر سره شوه.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.