په هرات کې څه باندې ۲۹۱ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۴۵
هرات

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې  د دولتي ځمکو  بانک برنامې د پلې کېدو پر مهال د هرات ولایت اړوندو سېمو په ۱۴۶ قطعو کې ۲۹۱۱۲۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۸۲۶۹۷ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۸۴۲۵ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز اوبیلابیلو ولسوالیو کې ثبت او سروې شوې دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۵۹
Background image

د حج او اوقافو وزارت د اداري مجتمع د پلان د نهايي کېدو په اړه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۸/۳/۶

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین، محترم الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب، او ورسره مل پلاوي، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو له معین، محترم شیخ مدارعلي کریمي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۱۶
Background image

د کابل–بګرام سړک پروژې د چارو د چټکتیا په موخه ساحوي ناسته وشوه

۱۴۴۸/۳/۶

د کابل–بګرام سړک پروژې د چارو د چټکتیا او د پاتې خنډونو د هواري په موخه، د پروژې په ساحه کې د برېښنا شرکت له تخنیکي ټیم سره ګډه ساحوي ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۴۱
Background image

په شینډنډ کې د دوو کانالونو د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۶

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د معارف سړک شمالي کانال او د ښاروالۍ ریاست د ودانۍ جنوبي کانال د جوړولو د چارو د کیفیت او تخنیکي معیارونو د ارزونې په موخه څارنه ترسره شوه.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت