په هرات کې د جامع مسجد له رغنیزو چارو او د خواجه غلتان باستاني ځای له وضعیت څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۲۹
هرات

۱۴۴۷/۰۶/۰۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د جامع مسجد شریف د روانو رغنیزو چارو او د خواجه غلتان باستاني سیمې د وضعیت د ارزونې لپاره څارنه ترسره کړې ده.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل، په جامع مسجد کې د ایوان شمالي د چت د خښت کارۍ، د جنوب لوېدیځ ټولو خونو د دیوالونو او چت د مرمت کارونه په جریان کې وو، او د کارګرانو له خوا د امنیتي سپارښتنو پلي کېدل تایید شول. همدارنګه د رواق ختیځې برخې د کاشي ‌کارۍ مرمت ځینې برخې تړل شوې وې، همداراز د تخت منار د خښت کارۍ کار بشپړ شوی، د کار د کیفیت د لوړولو لپاره قراردادي شرکت ته تخنیکي سپارښتنې وشوې.

د نوموړي په خبره ، د خواجه غلتان باستاني په مزار کې د دیوالونو ځینې برخې، د فرش ساحې او د شمالي رواق دیوال تخریب شوي چې بیارغونې ته اړتیا لري،

په هرات کې د تاریخي او مذهبي آثارو د ساتنې چارې د کلتوري میراث د خوندیتوب مهمه برخه تشکیلوي، جامع مسجد او د خواجه غلتان مزار د ښار د ارزښتمنو تاریخی سیمو له ډلې دي چې منظمې څارنې او مرمت ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت