په هرات کې د جامع جومات له رغنیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۰:۲۶
هرات

۱۴۴۷/۱۱/۲۳

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ښار د لوی جامع جومات د رغنیزو چارو له بېلابېلو برخو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال ولیدل شول چې د جومات د لوېدیځ لوري د دیوالونو او کمانونو هنګاف ‌کاري روانه ده.

 همدارنګه، د لوېدیځ او جنوبي برخو د خونو د فرش چارې د بیا کارېدونکو خښتو په وسیله دوام لري.

په همدې لړ کې، د جنوبي ایوان د خونو او کتیبو رغنیزې چارې هم روانې دي، او د اداري برخې اړوند د نوې جوړې شوې پخلنځي د فرش کاشي ‌کاري په جنوبي برخه کې دوام لري.

همداراز، د جامع مدرسې د خونو د چتونو هنګاف‌ کاري بشپړه شوې او دا مهال د دیوالونو هنګاف ‌کاري او د فرشونو د زیرسازۍ چارې روانې دي.

د تاریخي آبداتو د ساتنې او ترمیم چارې د فرهنګي میراث د خوندي کولو او د تاریخي ارزښتونو د بقا لپاره مهمې بلل کېږي، چې په دې برخه کې دوامداره تخنیکي څارنه د کارونو د کیفیت د تضمین سبب ګرځي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت