په هرات ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د شپږمې ناحیې له ودانیو څخه څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۱:۳
هرات

۱۴۴۷/۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، چې د یاد وزارت د تخنیکي ټیم له خوا د هرات ښار په شپږمه ناحیه کې له یو شمېر ودانیزو پروژو څخه څارنه ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې ګڼې ښاري سرغړونې ثبت شوې دي.

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریلست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د څېړنو له مخې، ګڼې ودانۍ پرته له رسمي نقشې او د اړوندو ادارو له اجازې پرته جوړې شوې دي.

د نوموړي په خبره، دا په داسې حال کې ده، چې د ښاري پلان له مخې باید دغه ساحه د ښځو لپاره د تفریحي پارک په توګه پاتې وای، خو اوس ‌یې ځای د استوګنې غیرقانوني کورونو نیولی دی.

ښاغلی حقاني همداراز وایي، په یو شمېر ودانیو کې د نقشې خلاف اضافي پوړونه جوړ شوي، چې دا عمل د ښاري اصولو او ساختماني مقرراتو سره په ټکر کې دی.

د ښاري سرغړونو ریاست مسؤولین ټینګار کوي چې له ټولو هغو جوړښتونو سره چې د پلان خلاف، د نقشې خلاف د انجنیري نورمونو خلاف کار شوی وي، قانوني چلند به ور سره وشي او د ښاري نظم د ساتنې لپاره به څارنې دوام ومومي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت