په نیمروز کې څه باندې ۲۹۰ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د نیمروز ولایت اړوندو سېمو په ۲۷۲ قطعو کې ۲۹۱۴۸۴ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۲۹۰۵۲۷ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۹۵۷ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.