په نیمروز ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۹:۴۸
نیمروز ولایت

۱۴۴۷/۰۵/۱۴

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت د مقام د مسجد شریف له ودانیزو چارو د پرمختګ له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

ښاغلي مولوي یاسیني وویل، د تخنیکي ټیم د معلوماتو له مخې، دا مهال د مسجد شریف د دیوالونو د خښتو کار روان دی. قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې د خښتو له ایښودلو وړاندې، خښتې په کافي اندازه اوبه کړي او مناسب رطوبت وساتي، تر څو د جوړښت کیفیت خوندي پاتې شي.

همدارنګه، ټینګار وشو چې د خښتو د مصالحو په ترکیب  کې د بی‌کیو مشخصات په دقت مراعات شي، او د کانکریټ د بنسټونو او دیوالونو د کیورنګ پروسه په سمه توګه ترسره شي.

په پای کې، مولوي عبدالجبار یاسیني د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د بیت‌المال د چارو په امانت‌ دارۍ، صداقت او مسلکي ژمنتیا سره د یادې پروژې چارې پر مخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د عامه تاسیساتو د کیفیت د خوندیتوب او معیاري پرمختګ لپاره د دوامداره تخنیکي څارنې پروګرامونه عملي کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت