په نوي کابل ښار کې د ابادۍ چارې چټکې شوې؛ د ولس د هوساینې لپاره شپه او ورځ کار روان دی

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۴:۱۱
کابل جدید

۱۴۴۷/۱۲/۶

د نوي کابل ښار د ابادۍ او پراختیا چارې په بې‌ساري ډول چټکې شوې دي او اوس د اړتیا له مخې د آن کله کله د شپې له خوا هم د پروژې کارونه دوام لري.

له کله چې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د دغه وزارت کار کوونکو ته سپارښتنه وکړه، څو د ولس خدمت ته لومړیتوب ورکړي او د چارو په ترسره کولو کې له غیر ضروري رسمیاتو او ځنډ څخه ډډه وکړي، دا پرمختګ رامنځته شوی دی.

د یاد وزارت د رهبرۍ د لارښوونو پر بنسټ، تخنیکي او اجرایي ټیمونه په دوامداره توګه په ساحه کې حضور لري او هڅه کوي، څو د نوي کابل ښار بنسټیزې پروژې چارې ګړندۍ او په لوړ کیفیت بشپړې شي.

د شپې له خوا د کار دوام د دې ښکارندوی دی، چې امارت او په ځانګړې توګه د کور او ښار جوړولو وزارت د ولس اړتیاوو ته ژمن دی او غواړي د هېوادوالو لپاره عصري، منظم او پرمختللی ښار جوړ کړي.

د شپې له خوا د ماشینرۍ او کاري ټیمونو فعالیت د دې ثبوت دی، چې د نوي کابل ښار د ابادۍ لپاره عملي او جدي اقدامات روان دي.

تمه ده، چې د روانو هڅو په پایله کې به نوی کابل ښار د هېواد له مهمو معیاري او پرمختللو ښاري پروژو څخه وګرځي او په سلګونه زره کورنیو ته به د هوسا ژوند زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د جوزجان ولایت د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۸

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۹
Background image

د لوګر ولایت د کډوالو ښارګوټي کې د څښاک اوبو د څاه‌ګانو د کېندنې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۸

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري او نظارت ټیم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره په وېشل شوي ښارګوټي کې د څښاک اوبو د څاه ‌ګانو د کېندنې له روانو چارو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۵۱
Background image

د دایکندي ولایت د القان ولسوالۍ د سوداګریز بازار د پراختیا پلان طرحه او ترتیب شو

۱۴۴۸/۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د لارښوونې او د ښاري پراختیايي اړتیاوو د ارزونې پر بنسټ، د دایکندي ولایت د القان ولسوالۍ د سوداګریز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت