په نورستان کې د دوه پراختیايي پروژو رغنیزې چارې بشپړې شوې
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د نورستان ولایتي شورا او د ولایت مقام مېلمستون ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د نورستان ولایت مقام مېلمستون په درې پوړونو په ۷۳۱ متر مربع ځمکه کې د ۴۰ میلیونه افغانیو او په پارون ښار کې د نورستان ولایتي شورا ودانۍ په ۳۳۰ متر مربع ځمکه په دوه پوړونو چې ۱ کنفرانس خونه، ۸ کاري دفترونه، ۱ پخلنځی او ۵ معیاري تشنابونه لري د ۲۴ میلیونه او ۹۸۹ افغانیو په ارزښت جوړې شوې دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د ټولګټو پروژو په عملي کولو د هېواد په کچه سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې کړې او همداراز خلکو ته د اساسي خدماتو وړاندې کولو کچه لوړوي.
###