په نورستان ولایت کې د یو باب مسجد د رغولو چارې روانې دي
۱۴۰۰/۱۲/۲۹
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نورستان په مرکز پارون ښار کې یو باب مسجد په انجنیري معیارونو برابر جوړوي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د مساجدو جوړولو ، روغتیایي کلینیکونو ، دولتي ادارو د ودانیو ، لوبغالو ، کتابتونونو ، موزیمونو ، وړکتونونو او نورو ښوونیزو او روزنیزو ځایونو په جوړولو او رغولو کې د پام وړ فعالیتونه کړي او د ټولګټو پروژو جوړول یې په لومړیتوب کې قرار لري.
