په ننګرهار کې ۵ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۹:۵۲
ننګرهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، په ننګرهار ولایت کې ۵ جریبه ځمکه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ته ولېږدوله.

یاده ځمکه چې په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده د اوبو او لمریزې برښنا د تاسیساتو جوړولو په موخه د کلیو او پراختیا وزارت په وړاندیز دې وزارت ته انتقال شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ د اداري ودانۍ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۷

د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د روحاني بابا ولسوالۍ د اداري ودانۍ د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۳:۱۲
Background image

په بغلان ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرینو د ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د راستنېدونکو مهاجرینو د ښارګوټي د لومړۍ پراختیايي برخې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۵۱
Background image

د غزني ولایت د تخنیکي پوهنتون د مسجد شریف د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د غزني تخنیکي پوهنتون اړوند د مسجد شریف د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د مسجد شریف د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت