په ننګرهار کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند د سړکونو د هوارۍ چارې په چټکۍ روانې دي

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۹:۳۸
ننګرهار

1447/8/19

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په خانکي سیمه کې، د مهاجرینو د ښارګوټي د پلان دننه د سړکونو د هوارۍ چارې په پراخ او چټک ډول روانې دي.

یادې چارې د ښارګوټي د بنسټیزو اسانتیاوو د پراختیا او د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ د اسانتیا په موخه عملي کېږي، څو د سیمې اوسېدونکو ته یو منظم او معیاري ښاري چاپېریال برابر شي.

په همدې تړاو، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د یادې پروژې له چارو له نږدې لیدنه وکړه او په ساحه کې یې مسؤلو انجنیرانو ته د کار د کیفیت، تخنیکي معیارونو او د تطبیق د څرنګوالي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د پروژې چارې په پوره چټکتیا سره روانې دي او ټاکل شوې چې ډېر ژر د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د منظور شوي تفصیلي پلان سره سم بشپړې شي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند ګڼې ستونزې هوارې شي او د سیمې د عمومي پرمختګ او ښاري ودې لپاره به زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت