په ننګرهار ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۹:۳۴
ننګرهار

۱۴۴۷/۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، مسلکي او تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس حافظ مولوي محمد نبي سعیدي په لارښوونه او همکارۍ د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه د څار په مهال د یو خپلسري کار مخنیوی وکړ .

نوموړی وایي، د څلورمې ناحيې اړوند یو کس غوښتل چې د ابادۍ چارې مخته يوسي، خو په خبره یې ياد د ابادۍ ځاى د پښتني بانک ملکيت و، چې په تفصيلې پلان کې لوړ پوړیز ښودل شوى، اما یاد کس نه کوم قرار داد لیک درلود، نه یې د ښاروالۍ له خوا کومه ويزه شوې نقشه درلوده او نه یې هم له ناحيې د کار اجازه اخیستې وه.

ښاغلی حقاني وایي، په همدې سبب یې د ښاري تخلفاتو ټيم لخوا پرې چارې بندې شوې او ورته لارښوونه وشوه، چې قانوني پړاونه سرته ورسوي.

د معلوماتو له مخې، د پلانونو د عملي کېدا او د اهميت په اړه هم عامه پوهاوى ورکړل شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي چې د ابادۍ چارو په مهال د دغه وزارت پلانونه په پام کې ونیسي او د عملي کېدا لپاره یې لاس په کار شي، ترڅو د ښاري بې نظمیو مخنیوی وشي او د ښار ښکلا ساتل شوې وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت