په ننګرهار ولایت کې د تیلو د دوو پمپ سټېشنونو ساحه سکېچ شوه
1445/8/7
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وايي، ددې ریاست تخنیکي ټیم په ننګرهار ولایت کې د تېلو د دوو پمپ سټېشنونو لپاره ځمکه سکېچ کړه.
نوموړي زیاته کړه، په دې سکېچ کې د حصارک ولسوالۍ د تېلو د پمپ سټېشن ساحه او د همدې ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د تېلو د پمپ سټېشن د جوړولو په موخه یې د سیمې حدود او مساحت معلوم کړل.
د کور او ښار جوړولو وزارت د تېلو او ګازو د معیاري پمپ سټېشنونو جوړولو په موخه د سیمو سروې او معیاري سکېچ کوي، او له خپل سریو مخنیوی کوي.