په میدان وردګ کې څه باندې ۱۵۰ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې ده

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۰:۵۲
میدان وردګ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو  برنامې د پلي کېدو پر مهال د میدان وردګ ولایت اړوندو سیمو په ۲۰۸ قطعو کې ۱۵۰۹۳۰ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۴۶۶۸۳ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۴۲۴۷ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او  بیلابیلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي ډي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۱
Background image

د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د کنټرول کیفیت د عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پلانونو په لړ د کابل ښار ۱۲مې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

په پنځو ولایتونو کې د استوګنیزو نمرو پراخ وېش؛ په توله کې د نمرو شمېر له ۳۲ زرو واوښت

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د هېواد په پنځو ولایتونو کې (۱۱۰۵) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د تیرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۰
Background image

د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د ناقانونه ساختماني چارو مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت