په میدان وردګ کې د طبعي پیښو د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۱/۲
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزي ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د دې پروژې د قالبندۍ، سیخ بندۍ او پایو د سپل چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د قراردادۍ شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي