په میدان وردګ کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۹:۵۴
سردار محمد داود خان شهرک

۱۴۴۷/۰۳/۲۵

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر وایي چې د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سردار محمد داود خان ښارګوټي او توسعوي ښارګوټي د څارنې په موخه لېدنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په دواړو ښارګوټو کې کومه نوې سرغړونه نه ده رامنځته شوې او ټولې موجودې سرغړونې د پخواني وخت دي. همدارنګه، هغه ودانیز کارونه چې روان وو د تفصیلي پلان سره سم پرمخ تللي او کوم تخنیکي ستونزه پکې نه ده لیدل شوې.

مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر زیاته کړه چې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم به د ښارګوټو له پروژو په دوامداره ډول څارنه کوي تر څو ټول کارونه د پلان او معیاري اصولو سره سم پرمخ ولاړ شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښارګوټو د معیاري کولو او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لپاره په ټول هېواد کې د څارنې او ارزونې پروګرامونه پر مخ وړي او دغه ډول څارنې د دې لپاره ترسره کېږي چې غیرپلاني ودانیزې چارې کنټرول شي، د خلکو لپاره معیاري استوګنځایونه برابر شي او د ښاري خدمتونو وړاندې کولو کې شفافیت رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت