په میدان وردګ ولایت کې د ترانسپورتي ترمینل چارې و څارل شوې
۱۴۴۶/۷/۱۴
د میدان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست ا انجنیرانو لخوا په دې ولایت کې د ترانسپورتي ترمینل ودانیزې چارې و څارل شوې چې دمګړۍ د دې پروژې د هوارۍ چارې روانې وې.
نوموړي وویل، دغه پروژه ترانسپورتي ترمینل دی، چې د سویلي ولایتونو د خلکو لپاره به زیات شمېر اسانتیاوې برابرې شي او د دوه سوه (۲۰۰) موټر د تم کېدو ظرفیت به ولري.
د نوموړي په خبره دغه پروژه به په نهه (۹) میاشتو کې بشپړه شي، چې ورسره به د عوایدو زیاتېدو ترڅنګ خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي، ولایت به ورسره پرمختګ وکړي، د وړو کاروبارونه زمینه به برابره شي او په ټوله کې به د فقر او غربت کچه یو څه راکمه شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې په هېواد کې یو شمېر داسې پروژې په کار واچوي چې له مخې یې خلکو ته د کار کولو زمینې برابرې شي.
