په میدان وردک کې د ترانسپورټي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۱/۱۶
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست تخنیکي ټيم په میدان ښار کې د ترانسپورټي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، په ساحه کې د تپې هموار کاري، د دیوال سنګکاري او د احاطوي دیوال خط اچونه او کندنکاری روانه وه.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې چارې د نقشې مطابق په ټاکلي وخت په معیار برابرې تر سره کړي.