په میدان وردک ولایت کې د حوادثو ریاست د اداري ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۹
میدان وردک

۱۴۴۷/۰۵/۰۸

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د حوادثو ریاست د اداري ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه تر سره  کړه.

ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د سپټیک څاه د سلب قالب ‌بندي، سیخ‌ بندي او کانکریټ اچونې چارې بشپړې شوې دي. همدارنګه، د ودانۍ دننه د اطاقونو د دروازو او د اشپزخانې د الماریو د نصب کارونه هم روان دي.

مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر زیاته کړه، چې د څارنې هدف د ساختماني چارو د کیفیت ارزونه او د کارونو د دقیق تطبیق ډاډ ترلاسه کول دي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د پروژې ټول کارونه باید د تخنیکي اصولو او ټاکلي مهال‌ویش له مخې پر مخ ولاړ شي.

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د عامه تاسیساتو د رغونې او ترمیم په برخه کې د څارنې، شفافیت او کیفیت د تضمین لپاره منظمه تګلاره لري. د حوادثو ریاست د اداري ودانۍ پروژه د دې ولایت د بنسټیزو رغنیزو کارونو له مهمو پروژو څخه ده، چې د اداري خدماتو د ښه‌ والي او د کارکوونکو د اسانتیا لپاره پلې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت