په لښکرګاه ښار کې د لقمان حکیم سوداګریز او استوګنیز مارکیټ ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۸
لقمان حکیم سوداګریز مارکیت

۱۴۴۷/۰۸/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د لقمان حکیم سوداګریز او استوګنیز مارکیټ د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه.

د ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې د پروژې په اول بلاک کې د دریم پوړ د  سلب  قالب ‌بندۍ چارې بشپړ شوي نه دي او د پلاسترکارۍ کارونه یې هم په فعاله توګه روانې دي. یادې چارې د تصویب شویو ساختماني پلانونو او معیارونو مطابق تر سره کېږي، او د کیفیت د تضمین لپاره د ساحې انجنیر په دوامداره توګه د کار د سموالي او د موادو د سم استعمال څارنه کوي.

د ساحوي انجنیر د لارښوونې له مخې، د اوبو ورکولو ټاکل شوي مارکونه او د تختو د نصب پروسې سموالي ته ځانګړې پاملرنه شوې، تر څو چارې د تصویب شویو پلانونو او ساختماني معیارونو سره سم پرمخ ولاړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴
Background image

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د یاد ښارګوټي په پخواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

په قلعه نجارا کې د ساختماني چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

دمیدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیمونو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت