په لوګر ولایت کې ۲۵۴۲۱۵ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د سروې او ثبت په دوام په لوګر ولایت کې ۲۵۴۲۱۵ جریبه دولتي ځمکه او د دولت تر ولکې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړې دي.
له دې ډلې، ۲۴۵۰۷۲ جریبه سپینه ځمکه او ۹۱۴۳ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د وروستیو درېوو کلونو په لړ کې نږدې ۶.۵ مېلیونه دولتي ځمکه او د دولت تر ولکې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.