په لوګر ولایت کې د درې بېلا بېل ځایونو براورد او ارزونه وشوه
4/4/1445
د کور او ښار جوړولو وزارت د لوګر ولایت ریاست مسؤلینو او انجنیرانو په تېره یوه اونۍ کې د درې بېلا بېل ځایونو براورد او ارزونه وکړه.
د لوګر د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلین وایي، د دغه ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په غوښتنه یې د چرخ او محمد آغه ولسوالیو په دوه کلیو پنګرام او حضرت بلال زاهد کې یې د دوه مسجدونو جوړولو په موخه براورد وکړ.
د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي حارث زاهد وایي، د برکي راجان بازار د سړک لومړنی براورد یې هم کړی او د ولایت مقام ته یې سپارلی دی.
دغه راز په یاد ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست په غوښتنه د پنځه بابه شنو خونو او لس بابه د انګورو سوداګریز بڼوڼو د جوړولو د پروژې ارزونه هم شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت په پلازمېنه کابل او نورو ټولو ولایتونو کې د رغنیزو پروژ براورد او ارزونه کوي، چې ټولې چارې یې معیاري ترسره کېږي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.