په لغمان کې ۲۸۹ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، په لغمان ولایت کې ۲۸۹ جریبه دولتي ځمکه مخابراتو وزارت ته ولیږدوله.
یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د مخابراتي چوپړتیاوو سایټ د رغولو په موخه مخابراتو وزارت ته ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.