په لغمان کې د دوه ټولګټو پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۶ - ۷:۵۵
لغمان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د نانک ځايي جومات رغنیزې چارې ۸۰ سلنه بشپړې کړي او په مهترلام ښار کې د لغمان ولایت د اداري اصلاحاتو ریاست ودانۍ رغنیزې چارې ۱۵ سلنه بشپړې کړي چې د روان کال تر پایه به ګټۍ اخیستنې ته وسپارل شي.

د ویلو ده چې د نانک ځايي جومات په ۲۵۶ مترمربع ځمکه کې د حج او اوقافو وزارت له بودیجې څخه د ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت او د لغمان ولایت د اداري اصلاحاتو ریاست ودانۍ په ۵۶۵ مترمربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۴۵ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مقدسه اماکنو اهمیت ته په کتو د جوماتونو جوړولو او مرمت سره په افغاني ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو په ساتنه کې مهم رول لري او د ټولګټو پروژ په تطبیق سره د هېواد په کچه سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې کړې ده.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۵:۲
Background image

د زابل ولایت په نوبهار ولسوالی کې د استنادي دیوال د پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۶

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د نوبهار ولسوالی د قادرخیلو ګبیون استنادي دیوال پروژې د ساحوي کارونو څارنه ترسره شوه. د څارنې پر مهال د پروژې چارې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۱۷
Background image

په اصلاحات اداري ښارګوټي کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه د اصلاحات اداري ښارګوټي څخه څارنه وشوه، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په ښارګوټي کې د کوچنیانو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۵۵
Background image

کونړ کې  ۲۰۰ بستریز روغتون د کانالیزاسیون سیستم څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۶

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د نوي جوړیدونکي ۲۰۰ بستریز روغتون د کانالیزاسیون سیستم د اوبو د کړکتیا ازموینه تر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت