په فراه ښار کې ۴۰ د ملکیت سندونه وویشل شول
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د فراه ولایت په مرکز کې د غیر ښاري سیمو د ثبت په لړ کې؛ د غیر پلاني سیمو مستحقینو ته ۴۰ قطعې د ملکیت سندونه وویشل.
د ویلو ده چې د فراه ښار په غیر ښاري سیمو کې د ۱۲۰۱۴ کورونو سروې او ثبت لړۍ پایته رسېدلې او اوس مهال ښاریانو ته د ملکیت سند ویش لړۍ روانه ده.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د مزار شریف، هرات جلال آباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښار د غیر رسمي ښاري سیمو مستحقینو ته ۳۰ زره د ملکیت سندونه ویشلي دي.
###