په فراه ښار کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۸:۳۸
فراه

۱۴۴۷/۱۲/۱

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د رسېدګۍ تخنیکي ټیم له لوري د فراه ښار د لومړۍ ناحیې له بېلابېلو ساحو څخه ساحوي نظارت ترسره شو.

یاده څارنه د دې لپاره ترسره شوه، څو د تفصیلي پلانونو خلاف، د غیرقانوني او بې ‌اجازې ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شي.

د نظارت پر مهال د ودانیو مالکینو او جوړوونکو ته د ښاري اصولو، منظور شوو نقشو او قانوني اسنادو د رعایت په اړه لازمې تخنیکي سپارښتنې وشوې.

هر ډول ودانیز فعالیت چې د تفصیلي پلان او قانوني مراحلو خلاف ترسره کېږي، ښاري تخلف ګڼل کېږي او پر وړاندې به یې قانوني اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت