په فراه ښار کې د غیرقانوني ودانیو د جوړېدو د مخنیوي په موخه څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۰:۱۶
فراه ولایت

۱۴۴۷/۰۷/۰۹

فراه ولایت کې د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيم د فراه ښار د عسکر اباد ساحه کې د ښاري سرغړونو په موخه له ودانیو لیدنه او تخنیکي څارنه ترسره کړه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او پر انکشافي پروژو د څار محترم عمومي ریاست په لارښوونه او په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست په همکارۍ ترسره شوه.

په څارنه کې څرګنده شوه چې ټول ودانیز فعالیتونه د تفصیلي پلانونو مطابق پر مخ روان دي او تر دې دمه کومه سرغړونه یا د پلان خلاف جوړښتونه، نه دي لیدل شوي.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري نظم د ټینګښت، د غیرقانوني ودانیو د مخنیوي او د تفصیلي پلانونو د تطبیق په موخه دوامداره څارنې ترسره کوي.

فراه کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم مسؤلین وایي، دغه چارې د ښاري پراختیا او د ښار د نظم د ساتنې لپاره بنسټیز اهمیت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت