په فراه ولایت کې د ګډوالو د ښار ګوټي لپاره ځمکه مشحص شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۴:۷
فراه

۱۴۴۶/۵/۱

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي نصرالله استقلال وایي، د یو ګډ هئیت په شتون کې یې د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو لپاره د ښار ګوټي د جوړیدو په موخه د ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مولوي استقلال وویل،  په دغه پلاوي کې د استخباراتو، د اوبو لګولو، د اوبو رسونې تخنیکي آمر، د چاپېریال ساتنې استازی، د کرنې او مالدارۍ رئیس، د فراه ښاروال او د کلیو د پراختیا رئیس هم شامل وو.

د نوموړي په خبره، پلاوي په دې سفر کې د کډوالو لپاره د مناسبې ځمکې د ټاکلو په موخه د ساحې وضعیت او سرچينې، په ځانګړې توګه د اوبو رسونې، زراعت او چاپیریال ساتنې اړوند، وڅیړل.

په پایله کې د ګډ هئیت په شتون کې خواوشا (۳۰۰۰) جریبه ځمکه د اړوندو ادارو د تخنیکي ټیم لخوا د کډوالو د هستوګنې او د ژوند د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو  لپاره ځانکړې شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت