په فراه ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي شیلټر پروژې چارې وڅارل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۰:۱۶
فراه ولایت

۱۴۴۷/۴/۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال ووایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د شیلټر پروژې د کار له بهیر څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مولوي استقلال وویل، تخنیکي ټیم د ساختماني موادو کیفیت او د کار د ترسره کولو طریقه وڅارله. د ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې د یو شمېر شیلټرونو مواد د ټاکل شوو معیارونو سره سم نه وو؛ د کیفیت د ټیټوالي له امله هغه شیلټرونه ونړول شول او د اړوندو لارښوونو په رعایت سره یې د بیا جوړولو چارې پیل شوې.

د نوموړي په خبره، د پروژې عمومي پرمختګ وڅارل شو او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لارښونه وشوه، چې د تصویب شوې نقشې مطابق د تخنیکي ټیم د دوامداره څارنې لاندې کارونه بشپړ کړي.

د فراه ولایت مهاجرینو ښارګوټی د بې‌ ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو لپاره د خوندي او دوامدار سرپناه برابرولو یوه مهمه پروژه ده. د یادې پروژې بشپړیدل به د سیمې د خلکو د استوګنې ستونزې راکمې کړي او د فراه ولایت د ټولنیز وضعیت په ښه والي کې به مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په کابل ښار کې د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ساختماني او زیربنایي پروژو د څار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو له روانو فعالیتونو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې له روانو چارو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۱
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د لومړۍ ناحیې د سوداګریزمارکېټ له ودانیزو چارو څرانه وشوه

1447/10/10

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د سوداګریز مارکېټ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت