په فراه ولایت کې د سوداګریزو او هستوګنیزو ودانیو د خپل سرو تعدیلاتو بررسي وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۱:۱۴
pic

1444/12/22

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي نصرالله استقلال او اړوندو انجنیرانو په دې ولایت کې په هستوګنیزو او سوداګریزو ودانیو کې د خپل سرو تعدیلاتو بررسي وکړه.

په دې بررسۍ کې د فراه ولایت د ښار لپاره د نقشې او پلان په اړه چې د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا ویزه شوي معلومات ورکړل شول.

د فراه د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلینو د یاد ولایت ښاریانو ته لارښوو وکړې، چې د اسنادو د پړاونو د سرته رسولو په موخه دې د کور او ښار جوړولو ریاست ته مراجعه وکړي او له خپل سرو تعدیلاتو څخه دې ډډه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ډیرو ښارونو کې خپل سري تعدیلات سروې کړي او د خپل سرو تعدیلاتو جدي څارنه کوي.

غوښتنه دا ده، چې خلک دې قانون ته ژمن شي او هېڅکله دې خپل سرې ابادي او غیر قانوني ښاري پراختیا او وده نه رامنځته کوي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د لوګر پوهنتون د خوړنځای او غونډو تالار جوړېدل بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴۴۸/۱/۱۲

د لوګر پوهنتون په داخل کې د خوړنځای او د غونډو تالار د جوړولو چارې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادو ودانیزو چارو نقشې د کور او ښار جوړولو وزارت د لوګر ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ښار او شکردرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د صنعتي فعالیتونو له وضعیت څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو موظفو ټیمونو د کابل ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د بغلان د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اس ریاست تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د پراختیایي ساحې د دویمې برخې د توپوګرافي سروې چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت