په فاریاب کې د ۱۰۰ متریک ټنه سړې خونې پروژه پرانستل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۵:۱
ولایت فاریاب

۱۴۴۷/۰۴/۱۵

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذوالفقار د ولایت مرستیال مولوي نصرت الله فیضاني او د امارتي ادارو د روساو تر څنګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ۱۰۰ متریک ټنه سړې خونې د پروژې د پرانستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

مولوي خال میرزا ذوالفقار وویل، د یادې سړې خونې د جوړېدو موخه د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره مناسب ځای برابرول دي څو بزګرانو ته د حاصلاتو په ساتنه او بازارموندنه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړه چې د سړې خونې پروژه د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په کمپلکس کې جوړه شوې او تمه ده چې د ولایت بزګرانو ته د پام وړ ګټه ورسوي.

په فاریاب کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د معیاري تاسیساتو نشتون بزګرانو ته تل یو له ستونزو څخه و. د ۱۰۰ متریک ټنه سړې خونې پروژه به د همدې اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرسته وکړي او د کرنیزو تولیداتو د ضایع کېدو کچه به راکمه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت