په فاریاب کې د اور وژنې امریت د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۲۷
فاریاب

۱۴۴۶/۱۲/۷

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د اقینې بند د اور وژنې امریت د اداري تعمیر ودانیزې چارې و څارلې.

ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، د خانچهار باغ ولسوالۍ اړوند د اقینې بندر د اور وژنې امریت د اداري تعمیر ودانیزې چارې د نقشې مطابق روانې وې.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۱
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د لومړۍ ناحیې د سوداګریزمارکېټ له ودانیزو چارو څرانه وشوه

1447/10/10

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د سوداګریز مارکېټ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۹:۵۸
Background image

د هلمند ولایت په یتیمانو ښارګوټي کې د روانې پروژې له ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یتیمانو ښارګوټي د پروژې له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

دغه څارنه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال وکتل شول چې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت