په فاریاب ولایت کې د نوي جوړې شوې چهل ګزي ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره د ځمکپېژندنې سروې چارې پیل شوې
۱۴۴۷/۱۲/۲۵
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د نوي جوړې شوې چهل ګزي ولسوالۍ د تفصیلي پلان د چمتو کولو په موخه د ځمکپېژندنې سروې چارې پیل کړې.
د سروې له پیل وړاندې د ولسوالۍ له مسؤلینو، د امنیتي ادارو استازو، دیني علماوو او د سیمې له مشرانو سره ناسته ترسره شوه، چې په ترڅ کې د یادې سروې د موخو او ارزښت په اړه معلومات وړاندې شول او د چارو د بریالي ترسره کېدو لپاره د همغږۍ او همکاریو پر اړتیا ټینګار وشو.
وروسته د تخنیکي ټیم له لوري د ولسوالۍ د تفصیلي پلان د جوړولو لپاره د ځمکپېژندنې سروې عملي چارې پیل شوې، ترڅو د سیمې د جغرافیایي او تخنیکي معلوماتو پر بنسټ یو منظم او معیاري پلان چمتو شي.
د یاد پلان په پلي کېدو سره به د ولسوالۍ د راتلونکې ښاري ودې، د عامه خدمتونو د تنظیم او د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
