په فاریاب ولایت کې د روغتیايي کلینیک ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۹/۲۳ د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي، د دې ریاست اړوند د تخنیکي ټيم لخوا په قیصار ولسوالۍ کې د یو روغتیايي کلینیک ودانیزې چارې و څارل شوې. ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، د یاد کلینیک د تعمیر ودانیزې چارې بشپړې شوې دي چې له بررسۍ وروسته ګټې اخستنې ته و سپارل شو. د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د ادارو په غوښتنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.