په غوښتل شوو تعدیلاتو کې دې ښاري معیارونه په پام کې ونیول شي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۵:۷
معینیت شهری

۱۴۴۶/۰۶/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون غونډه وکړه او په یو شمېر ښاري موضوعاتو یې خبرې وکړې.

تفصیلي پلانونو او د بهسازۍ پلانونو کې د تعدیلاتو او د تېلو او ګازو د پمپ سټېشنونو د رامنځته کېدو پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې وشوې.

د غونډې ګډونوالو په لوګر او میدان وردګو ولایتونو کې د ځینو ساحو پر تعدیل او خوندیتوب خبرې وکړې، چې لوګر کې دې سوداګریزې ساحې خوندي شي او په میدان وردګو کې دې د ترمینل ساحه له خدماتي په سوداګریزې تعدیل شي.

زابل کې د سلطان محمود کبیر ښارګوټي په تفصیلي پلان کې د نښو اېښودلو او لغمان ولایت کې په تفصیلي پلان کې د دامان قلعه شاملولو باندې خبرې وشوې.

د ښاري چارو محترم مرستیال وویل، په غوښتل شوو تعدیلاتو کې باید ښاري معیارونه په پام کې ونیول شي او د تعدیلاتو لپاره دې دقیق غور وشي.

په یاده غونډه کې یو شمېر هغه د تېلو پمپ سټېشنونه چې اسناد یې بشپړ شوي وو، تائید او ځینې هغه د اسنادو بشپړولو په موخه وځنډول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت