په غزني کې د ځینې ریاستونو لپاره د تعمیر جوړولو په موخه د ځمکې پر مشخص کېدو خبرې وشوې
۱۴۴۵/۸/۱۷
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي، د دې ریاست انجنیرانو د غزني ولایت له محترم مرستیال والي (رحیمالله محمود) سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د ځینو هغه امارتي ریاستونو لپاره چې د تعمیر نه لري د ځمکې پر مشخص کولو خبرې وکړې.
ښاغلی مولوي بلال متقي وایي، غزني ولایت کې ځینې امارتي ریاستونه اداري تعمیرونه، نه لري چې اړتیا ده ورته جوړ شي.
نوموړوایي، د یادو ریاستونو لپاره د تعمیر جوړولو په موخه اړتیا ده چې ځمکه مشخصه شي چې په وینا یې په همدې موخه یې انجنیرانو د دغه ولایت له مرستیال والي سره وکتل او د ستونزې پر حل یې خبرې وکړې.
د غزني مرستیال والي محترم ( ) د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزې په حل کې به کوټلي ګامونه پورته شي.
دغه راز، غزني کې د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو د دغه ولایت په درېیم پلان کې د عبدالشکور په نوم د یو هېوادوال کور او په دوهمه ناحیه کې د یوې ځمکې سکېچ او کروکي وکړه.